زرداد: که حکمتیار او حکومت اجازه راکړه، عطانور به تر کولابه وزغلووم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۸ فرید افغان)

د ګلبدین حکمتیار او عطانور تر منځ تربګنۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده داځل د ګلبدین یوه پخواني جنګسالار ګواښ کړی چې د عطانور پرضد چمتو ده او د خپل امیر وروستي امر ته انتظار کوي.

زرداد فریادي ویلي چې که حکومت او زما امیر اجازه راکړي د بلخ والي عطا محمد نور به په ډيره اسانۍ تر کولاب وزغلوم او بیا به کله هم د افغانستان په پاکه خاوره د پښي د ایښودلو جرئت و نه لري.

باید وویل شي چې زرداد د ګلبدین حکمتیار تر ټولو بدنام او ظالم قوماندان ؤ چې د نوموړي د صدارت پرمهال یې په ماهیپر کې د ولسي خلکو په شکنجي او ځورونو کې لوی لاس درلود.
نوموړی شل کاله په انګلستان کې بندي وو، چې دګډحکومت په هڅو د حکمتیار تر راتګ دمخه کابل ته را ستون شو.

د دې دواړو جنګسالارانو ترمنځ خبره هغه مهال ګرمه شوه چې د بلخ والي د ولایتي شورا رئیس چې د حزب اړوند ؤ، توقیف او سخت یې شکنجه کړ.
د بلخ والي تر دې وروسته په حکمتیار هم یو لړ تورونه لګولي ؤ او هغه یې د کابل د ‹‹قصاب›› او د پردیو د لاس آله بللې وه.
د حزب اسلامي لخوا تیره ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د بلخ والي د امریکا بې ارزښته غلام بلل شوی ؤ.

فریادي ویلي دی د عطا محمد نور او ورته کسانو د سبق ورکولو لپاره هر راز چمتو والی لري او یوازي یوې اجازي ته په تمه دی.
بلخوا په بغلان کې د حکمتیار یوه بل پلوي جنګسالار میرویس هم عطا محمد نور ته ګوت څنډنه کړي ده چې د زور خبرې دې نکوي کنه د کابل مزار لار به پرې بنده کړي.

د کتونکو په آند د حکمتیار او نور له خبرو څرګندیږي چې دواړه لوري یوځل بیا غواړي پخوانۍ دښمني راتازه کړي، له همدې امله د حزبي جنایتکار زرداد د راتګ په مهال ګنګوسې هم داسې وې چې ښایي حکمتیار نوموړی د خپلې دفاع او بقا لپاره یوځل بیا وکاروي.
د یادونې وړ ده چې په نویمو لسیزو کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ترمنځ د قرت پرسر د جګړو پرمهال شاوخوا ۶۰۰۰۰ کابل میشتي ووژل شول او کابل هم په کنډواله بدل شو.
چې د طالبانو په راتګ سره د دواړو جنایتکارو ډلو آرمانونه له خاورو سره خاورې شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button