يوازې دتړونو نو په لاسليک نه شل کېږي!

کله چې په افغانستان داخل او بهر نه په دولتي چارواکو او په ځانګړي ډول پر اشرف غني نيوکې زياتې شي . ديو څو تنو وزيرانو او سلاکارانو په مليت اشرف غني دبهرنيو هېوادونو سفرونه پېل کړي . ولس ته په سترګو کې خاورې واچوي، چې دفلاني هېواد سره مو څو تړونونه لاس ليک کړل او اوس به لدې وروسته ټول هېواد ډوډۍ ،کالي اوکور شي . هرڅه به خپل شي. بيا به مو ناروغان دسر درد  درملنې لپاره بهر نيو هېوادونو ته نه وي روان کړي.
دتېرې يوې مياشتې را په دېخوا په ملي يوالي حکومت بيا نيوکې زياتې شوي، چې دمظاهرو په دام دتېرو مياشتو په نسبت په دولتي او امنيتي چارواکو زياتې نيوکې وشوې .

دتېرې يوې مياشتې را په دېخوا په ملي يوالي حکومت بيا نيوکې زياتې شوي، چې دمظاهرو په دوام دتېرو مياشتو په نسبت په دولتي او امنيتي چارواکو هم زياتې نيوکې وشوې . بيا دتېر په څېر اشرف غني په زاړه فرموله کارپېل کړ او دقزاقستان په سفر روان شو، چې ولس ته تر سفر  ورسته له ځان سره ډک موټي راوړي.

قزاقستان ته په دوه ورځيني سفر کې د ولسمشر اشرف غني سره يو درځن وزيران او تريو نيم درځن پورې سلاکاران او نور اقتصاد پوهان ملګري دي . په قزاقستان کې به دا دافغان ولس لپاره په خپل کوربسيا کولو پلاوی دقزاق ولسمشر نورسلطان نظربايف دصدر اعظم کريم ماسيموف سره وګوري، چې دلومړۍ ورځۍ په پلان کې همدا ليدنې شاملي دي. په دې لیدنو کې دافغانستان او قزاقستان ترمنځ د اداري فساد سره د مبارزې دښې حکومتوالۍ ،ديپلوماسۍ او غنمو دپيرودلو تړونونه لاسليک کړل شي، چې لومړۍ ورځ به دپلان يوه برخه عملي کړل شی، ورسره به اشرف غني دقزاق او افغاني سوداګرو ترمنځ دسواګرۍ په اړه دسوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي، چې دسوداګرۍ په برخه کې افغانستان پياوړی شي. دملي په نامه حکومت دلومړي سرنه دامريکا سره ستراتېژيک ،هند ،چين او نورو هېوادونو سره د اقتصاد ، سوداګرۍ اوسولې او هم ورسره د اداري فساد په مقابل کې د مبارزې تړونونه لاس ليک کړل؛ خو عمل پرې تر اوسه پورې نه دی شوی. ورځ په ورځ نا امني او اداري فساد او غربت زياتېږي. د نورو هېوادونو سره تړونونه وشي خو د څو ورځو د ميډيا له  ګرمو بحثونو وروسته هيڅ په لاس رانشي. دڅه په اړه چې اشرف غني ددوه ورځني پلاوي په ملګرتيا دکوم هيواد سره تړون لاسليک کړی په هغه برخه کې لکه چې وويل شول غربت او نا امنۍ کې زياتوالی راشي،  يوازې د تړونونو په لاسليکونو نه شل کېږي عملي اقدام غواړي او هغه نشته .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button