ترکي ولسمشر د سلطان عبدالحمید دکورنۍ د یوځای کولو امر صادر کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۹ فرید افغان)
ر جب طیب اردوغان امر کړی تر څو د سلطان عبدالحمید کورنۍ چې د ترکیې د استبدادي واکمن اتاترک لخوا شړل شوي و، بیرته ترکې ته واپس کړي.
د عثماني خلافت له سقوط وروسته په ترکیه کې د مصطفی اتاترک لخوا د لویدیځوالو په فرمایش د سلطان د کورنۍ ټول غړي او د نوموړي خپل خپلوان له دې هیواده تبعید شول چې له شړلو سره سم ټول د نړۍ په مختلفو هیوادونو لکه فرانسه، بریتانیا، لبنان، اردن، او امریکا کې میشت شول.
د نوموړې کورنۍ څخه آن د ترکیې تابعیت واخستل شو او ترکې ته د تګ بندیز هم پری ولګول شو.
د اتاترک په مشرۍ د ترکي حکومت لخوا د سلطان پر کورنۍ او د دارلخلافة په ټولو اړوندو چارواکو په خپلمنځي اړیکو بندیز لګول شوی و، آن دوی ته په ځینو هیوادونو کې پداسې جزیرو کې د اوسیدو ځای ورکړل شو چې له هغو یې د وتلو اجازه هم نه درلوده .
کله چې نوموړې کورنۍ له ترکیې شړل کیده ټول مالونه او ملکیتونه یې ضبط شول یواځې د نغدو پیسو لیږل یې کولی شو بس.
په همدې ترتیب ډیری وګړي یې د بیچارګۍ او مسافرۍ په ګرداب کې ووژل شول، او هغه چې پاتې شول لا یې تر اوسه د خپل هیواد اجازه نه درلوده تر دې چې د ترکیې مسلمان ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړو تیت پرک پرګنو د تجمع امر صادر کړ او یوځل بیا یې خپل ټاټوبي ته را وبلل.
د اتاترک په مشرۍ د همغه وخت ترکي دولت هدف داؤ تر څو د ترکیي مسلمان ملت په مکمل ډول له مخکینیو واکمنانو څخه لرې پاتې شي او دوی ته د اسلام پرضد د پراخو تبلیغاتو موقع په لاس ورشي تر څو آینده نسل په یو کامل غربي کلتور او کلچر کې را وروزي
بلخوا اوسنۍ ترکیي ادارې د دوی په بیا راګرځیدلو سربیره هر اړخیز اصلاحات راوستي او د عثماني خلافت او سلطان عبد الحمید تحریف شوی تاریخ یې یوځل بیا تصحیح کړی او آن په درسي نصابونو کې شامل او د رسنیزو پرګرامونو له لارې یې د خپرولو پخاطر په پراخه کچه هڅې په لاره اچولې دي



