شمالي کوریا له اتوم بم وروسته، هایدروجني بم هم جوړ کړی دی:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۱۲ فریدا فغان)
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس(کیسيایناي) خبر ورکړی چې د دې هیواد د وسلو جوړولو ډله بریالۍ شوې تر څو یو ستر هایدروجني بم هم جوړ کړي.
رسنۍ وایي؛ چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون، له هغه اټومي – هایډروجني (بم) څخه لیدنه کړې چې پر لرې ویشتونکو توغنديو ځاي پر ځای کېدای شي.
شمالي کوریا وایي د دې هایډروجني بم ټولې پرزې په کور دننه جوړې شوې دي.
ویل کیږي د دې بم د آزمایلو چټکتیا د تیرکال د اتومي بم له ازموینې لس چند زوروره وه
امریکايي او, جاپاني چارواکو او ځینو تخصصي ادارو تاید کړې چې یو ځپونکې زلزله یې په سیمو کې شوې چې په وینا یې د شمالي کوریا د هایدروجني بم د ازموینې له کبله وه.
امریکا د شمالي کوریا پر دې ادعا تر اوسه کوم غبرګون نده ښوودلی.
حو چین ویلي شمالي کوریا په لوی لاس جګړې ته لمن وهي
او روسیې هم یاده آزموینه غندلې ده
شمالي کوریا تر اوسه پنځه ځلي خپل اټومي بمونه ازمویلي .
نړیوال څارونکي، او نظامي ماهرین بیا دا ادعا له حقیقته لرې نه بولي او په وینا یې چې ډیر احتمال لري چې یاد هیواد دې دا ډول بم ته لاسرسی موندلی وي.
باید وویل شي چې اونۍ وړاندې شمالي کوریا یو بالستیک توغندی و ازمویه چې د جاپان له خاورې تېر شو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خوله د شمالي کوریا دغه کړنه وغندله.



