دامریکا په نوې ستراتیژۍ دحکمتیار خاموشي

عطاءالله مبارز
په دې وروستیو کي دامریکا جمهور ریس ډونالډټرمپ دافغانستان په تړوا خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه
په نوې ستراتیژي کې افغانستان ته د افغان ازادي غوښتونکي ملت دتوقعاتو په خلاف دنویو اضافي صلیبي ځواکونو رالیږل دي چې یو ځل بیا به امریکایان مخامخ دافغان ولس په ضد په روانه صلیبي جګړه کي برخه اخلي.
تیره ورځ د امریکا ددفاع وزیر په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي ومنله چې داضافي عسکرو درالیږلو سند یې لاسلیک کړې او بم غورځونکې درنې الوتکي هم دافغان مظلوم ولس دبمبارولو لپاره افغانستان ته په لاره دي دټرمپ دنوې ستراتیژي داعلان څخه وروسته په کندوز، هرات، لوګر او تیره شپه دهلمند مرکز لشکرګا کي دملکیانو په کورونو دصلیبي وحشیانو لخوا درني بمباري هم وشوې چې په ترڅ کي یې زموږ په سلګونه بي دفاع هیوادوال شهیدان، ټپیان او مکمل کورونه او کلي ویجاړل شول
دانجینرحکمتیارصیب په رهبري دحزب اسلامي او دکابل دګوډاګي حکومت ترمینځ تر سولې وروسته چې کټ مټ تسلیمي ده، دیاد ګوند مشر حکمتیار صیب چې تقریبا ً۱۶ کاله یې ځان د امریکایي یرغلګرو او دکابل دحکومت یو قیسم مخالف باله او ورسره دمقاومت دعوه یې هم کوله، کابل ته تر راتلو وروسته یې دامریکا په مقابل کي دافغان مسلمان ولس مقاومت نامقدس اوبین الاَفغاني جګړه وبلله. حکمتیارصیب ته ور یادوم چې نور بهرني اشغالګر عسکر او بمبارکونکي طیارې راروانې دي او په دې وروستیو دری ورځو کي یې څلور ځله په ملکي افغانانو وحشیانه بمبارونه هم وکړل او صلیبي بلاک ژمنه کړي چې یاد هوایې بریدونه به دوام ولري او لا به سختیږي حکمتیارصیب او یایې ویاند نه یواځي دا بریدونه ونه غندل بلکي لاهم دټرمپ دستراتیژي په هکله په ترددکي ده تیره ورځ یې دبي بي سي دپښتو څانګي سره په یوه ځانګړي مرکه کي وویل چې دټرمپ پالیسي لاهم دافغانستان په هکله روښانه نه ده
کله چې روښانه شوه موږ به ځواب ورته ووایو حال دا چې هره ورځ دامریکالخوا دافغانستان په لراوبر کي په بي دفاع ولس بمونه وریږي او امریکایي عسکر مخامخ په جګړو کي برخه اخلي نه پوهیږم چې ښاغلی حکمتیار څنګه وضاحت غواړي؟



