بلوچستان: وسلوال برید کې شپږو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د پاکستان په بلوچستان آیالت اړوند د واشک د مرغاب کور سیمه کې وسلوال برید شوی چې له امله یې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
واشک له ایران سره پر پوله پرته سیمه ده چې وخت ناوخت پکې د وسلوالو لخوا په پاکستاني ملیشو بریدونه ترسره کیږي.
د چارواکو په وینا برید هغه مهال ترسره شوی چې کله پوځیانو غوښتل خپلو مرکزونو ته لاړ شي چې له یوه ناڅاپي کمین سره مخ شول.
په برید کې درې پوځیان وژل شوي او درۍ نور ټپیان دي.
چارواکي وایي په برید کې د پاکستاني پوځ یو ډګروال وژل شوی او بل ټپي دی
د پاکستان لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي، او د بلوچستان اعلی وزیر یاده پیښه غندلې ده.
تر اوسه د یادې پیښې پړه کومې وسلوالې ډلې نده منلې



