اردوغان: بنګلادیش دې روهنګیایي مسلمانانو ته پولې پرایزي لګښت یې زه ورکوم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۴ فرید افغان)
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان بنګلادیش نه غوښتنه کړې چې د خپل ګاونډي هیواد برما د ځپل شویو کورنیو لپاره دې خپلې پولې پرانیزي.
اردوغان ویلي په برما کې د مسلمانانو پرضد یو ستر وحشت روان دی او که بنګلادیش یې کډوالو ته ځای ورنکړي لوی بشري ناورین به را مخته شي.
اردوغان زیاته کړه د روهنګیایي مسلمانانو د سر ساتنې لپاره حاضر دی چې بنګلادیش میلونونه دالر ورکړي تر څو پرې د مهاجرو لپاره پڼډغالي ورغوي او خپل ضرورتونه ترې پوره کړي.
د یادولو ده چې د برما له ارکان ولایت څخ شاوخوا ۷۶ زره کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې چې اوس اړ دي ترڅو د خپل تحفظ پخاطر بنګلادیش ته پنا یوسي
د برما په رخاین ولایت کې، چې اکثره او سیدونکي یې مسلمانان دي؛ له ۲۶۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي، څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ګاونډ هېواد بنګله دېش ته کډه شوي، چې دې پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي.
ملګرو ملتونو د دې هیواد ولسمشره آن سان سوچي په خاموشي تورنه کړې کړې چې په وینا یې ظلمونه ویني خو سترګې پرې پټوي.



