د هواپیژندنې اداره: ښایي د “امرا“ په نوم طوفان د فلوریدا آیالت ویجاړ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۴ فرید افغان)
د هوا پیژندې ادارې چارواکي اټکل کوي چې ښایي د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا په لوی آیالت فلوریډا باندې د امرا په نامه ترټولو غښتلی توپان راشي.
د دې آیالت والي رک سکاټ د ایالت اړوند په ټولو ولسوالیو کې بیړنی حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې ” بیداره دې اوسیږي او د هوا حالاتو نه دې ځان خبر ساتي. ”
د هوا پیژندنې د ادارې چارواکو ویلي چې د “امرا” په نامه د توپان شدت اوسمهال څلور درجې دی چې د متحده ایالاتو د جنوبي ایالتونو تر څنګ د کارابین ټاپوګانې هم له خطر سرمخ کوي او له دې سره اټکل شوی چې نن ورځ به ډیر باران وشي چې توند بادونه به هم ورسره مل وي .
د امریکا د هواپیژندنې ادارې چارواکي وایي چې د توفان سره د یوځای باد چټکوالی به په یو ساعت کې د ۲۰۹ او ۲۵۱ کیلو متره وي.
چې پدې شدت سره باد ونې د بیخه باسي، د بریښنا مزي پرې کوي، بریښنا او اوبه پکې قطع کیږي او خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د تکزاس آیالت هم یو خونړي طوفان ځپلی و چې تر ۵۰ ډیر کسان پکې ووژل شو او د اټکل تر مخه تر ۱۸۰ ملیارد ډالرو یې ډیر زیانونه ورسول.



