هيلې: د شمالي کوريا مشر د جګړې لپاره غوښتنه کوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —— د شمالي کوريا د هايدروجني اتوم بم له ازموينې وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بيړنۍ ناسته راوبلله، چې پکې د امريکا، جاپان، جنوبي کوريا او يو شمير نورو هېوادونو استازو ګډون درلود.

د غونډې برخه والو او په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه، چې پر دغه هېواد دې نوي بنديزونه ولګول شي.

د امريکا استازې نيکې هيلې وويل، چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون په تکرار سره ورنه د جګړې غوښتنه کوي، خو په وينا يې چې امريکا د تل لپاره له زغمه کار نه شي اخيستلی.

نوموړې وويل، هغه هېوادونه چې شمالي کوريا سره سوداګريزې اړيکې ساتي په دې معنا دي چې د دغه هېواد له اتومي پروګرام د پرمختګ سره مرسته کوي.

دغه راز د ملي امنيت شورا د تيرې ورځې په بيړنۍ غونډه کې چين او روسيې وويل، چې د پيونګ يانګ پرضد پوځي اقدام ګټه نه کوي او د چين د استازي په خبره دواړه خواوې دې له زغمه کار واخلي.

چين وايي: ” هېڅکله به په ټاپو وزمه کې ګډوډۍ او جګړې ته اجازه ورنه کړي، موږ هیله لرو چې ټولې خواوې موضوع جدي وګڼي او مسؤلانه چلند وکړي.”

روسيه وايي، چې د شمالي کوريا پر ضد پوځي اقدام په دغه ټاپو کې خطرناک مسايل حل کولی نه شي.

په عين حال کې جنوبي کوريا ويلي، چې شمالي کوريا د نويو ميزايل ازمايلو ته ځان تياروي او زياتوي چې نږدې ورځو کې ښايي دغه هېواد نوی قاره ويشتونکی بالستيک توغندی وازمايي.

شمالي کوريا د امنيت شورا د بنديزونو سره سره خپل اتومي پروګرام او توغنديو ازموينو ته ادامه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button