چين د تاجکستان له لارې بدخشان ته سړک جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶): چين وايي، په پام کې لري چې د تاجکستان له لارې يو سړک جوړ او غواړي چې د بدخشان ولايت له چين سره وصل کړي.

دغه څرګندونې تېره ورځ په افغانستان کې د چين سفير ياوجينګ د بدخشان ولايت نه له ليدنې پر مهال وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د ياد ولايت د اشکاشم ولسوالۍ نه به د تاجکستان تر پولې پورې يو سړک جوړ کړي.

د چين سفير وويل، د بدخشان له چارواکو سره يې د چين او تاجکستان تر منځ د سړک په بيارغونه هم خبرې کړي او په وينا يې چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د افغانستان د سوداګريزې راکړې ورکړې لاره هم جوړه شي.

اوس مهال په قاشغر او بدخشان کې د نوري فايبر پر پروژې کار روان دی او د چين سفير د يادې پروژې د مرستې په غځولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې  په نږدې راتلونکي کې به خلکو ته د لوړو زده کړو ځانګړي بورسونه هم ورکړل شي.

د بدخشان ولايت د واخان دهليز يو طرف ته له پاکستان سره درې اړخيزې پولې لري او بل سر يې له تاجکستان سره لګېدلی چې اوس مهال پرې د تګ راتګ هيڅ لار نشته، خو چين وايي چې د افغانستان دغه لرې پرته غرنۍ سيمه به ډير ژر له چين سره ونښلوي.

دا دهلیز د افغانستان او چین د کوچنۍ سوداګرۍ تر ټولو مستقیمه لار ده خو د اوږدې مودې راهسې پرې تګ راتګ نه کیږي.

د مالوماتو له مخې چينايانو په ۱۹۴۹کې د واخان او چين تر مينځ سرحد له دې ويرې وتاړه چې ممکن روسان له همدې لارې د چين په خاوره کې مداخله وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button