(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۶ فرید افغان)
رسنیو د ریکس تیلرسن له قوله خبر ورکړی دی چې ویلي یې دي امریکا په هیڅ صورت نشي کولی چې د جګړو او زور له لارې طالبان مات کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي باوري دی چې طالبان به د جګړې له لارې خپلو موخو ته و نه رسېږي، خو تر څنګ یې امریکا هم د جګړې په زور طالبان نه شي ماتولی.
ټيلرسن زیاته کړې چې نوموړی له وړاندې د سولییزې حل لارې پلوي و، ځکه چې په خبره یې طالبان پراخ ولسي حمایت لري نو د یو ولس پر وړاندې جګړه به امریکا ته درنده تمامه شي.
د بهرنیو چارو وزیر په صراحت سره ویلي چې دټرمپ تګلاره ټوله په جنګ جګړو ورټوله ده اوهیڅ د سولې څرک پکې نه لیدل کیږي، خو په خبره یې چې امریکا که هرڅومره جګړه تونده کړي د مالي او ځاني زیانونو د ګاللو سره سره به یو وخت د مخالفینو سره د سولې خبرو ته کیني.
د تیلرسن په خبره د طالبانو ماتې د یوه ولس ماتې ده او د ولسونو ماتې هیڅ تاریخي پس منظر نلري.
نوموړي په امریکایي جګړه خوښو چارواکو غږ کړی دی چې که تر جګړو وروسته سوله کوئ راځئ همدا یې وخت دی چې له هر ډول تلفاتو امریکایي ولس وژغورل شي.
باید وویل شي چې د افغانستان پروړاندې د ټرمپ جګړیزې تګلارې شاوخوا ۷ میاشتې وخت ونیو چې له جنجالونو او اختلافاتو وروسته ایله پدې بریالي شول چې جګړه به کوي خو ډیر تمرکز به په هوایي بمباریو کوي تر څو په مخامخ جګړو کې د امریکایانو پځای افغان عسکر تلفات وګالي.


















