فارياب: طالبانو له دولتي عسکرو څلور پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۶): وسله والو طالبانو د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې څلور پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د “رئيس قل” په سيمه کې په پرتو دولتي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل، چې شاوخوا نهه ساعته يې دوام وکړ.

طالبانو ويلي، په دغه جګړه کې يې د (رئيس قل) سيمه او دوه پوستې ونيولې او زياتوي چې دولتي عسکر د تلفاتو په لېدلو سره له سيمې وتښتېدل.

دغه راز طالبان وايي، په ياده ولسوالۍ کې يې د ګردي مشکار سيمه او پکې دوه پوستې هم نيولي، چې دوه پوليس پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو جګړو په پايله کې د دوی وسله والو (طالبانو) له دولتي عسکرو څوارلس موټرسايکلونه، وسلې او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو دغه بريدونه تائيد کړي او زياتوي چې اوس مهال طالبان د نورو پوستو د نيولو لپاره امادګي نيسي، ښايي په سيمه کې نورې پوستې هم سقوط وکړي.

تر اوسه د دولت کومې رسمي سرچينې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي، په ټوله جګړه کې د دوی يو تن طالب وژل شوی او يو بل ټپي دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button