(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۶ فرید افغان)
امریکایي چارواکي وایي چې د ارما توپان چې شدت یې ښایي تر پنځو درجو پورې ورسیږي، د باربیوډا ټاپو په بشپړه توګه تبا کړې،او څلور تنه یې وژلي دي.
چارواکي وایي طوفان دومره توند دی چې ونې له بیخه وباسي او خلک مجبور دي چې خپل کورونه پریږدي
د چارواکو له قوله ویل شوي چې د باربیودا په ټاپو کې ۹۵ په سلو کې کورونه تبا شوي او د ټاپو نه ټول خلک وتلي دي.
د دې آیالت مشر ګاسټن رسنیو ته ویلي چې پدې ټاپو کې تقریباً ټول کورونه ویجاړ شوي او د ټاپو ټول ۱۷ سوه اوسیدونکي نورو سیمو ته کډه شویدي.
هوا پیژندونکي وایي چې په تیره یوه پیړۍ کې دومره سخت توپان د اتلانتیک په بحر کې ندی راغلی.
د ارما په نوم پدې توپان کې د باد شدت په ساعت کې ۳۰۰ سوه کیلو متره ده چې اټکل کیږي د روانې اوونۍ د شنبې یا یکشنبې په ورځو کې د امریکا تر ټولو لوی آیالت فلوریډا ته ته هم ورسیږي. دا به په روانې میاشتې کې دویم غټ توپان وي چې متحده ایالات ځپي.
ډیلي میل ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې یاد طوفان د کارایب جزیرې په لوري روان ده او ښایي د دو امریکایي میلیاردرانو “رامان ابرمویچ او ریچارد برانسون” په ګډون د امریکایي ولسمشر دونالدترامپ کورونه او شتمنۍ هم له منځه یوسي.
د ټرمپ کور شاوخوا ۳۰ میلون دالره ارزښت لري چې د سنټ مارټین په جزیره کې پروت دی
د یادولو ده چې ده چې د سنټ مارتین جزیره یو له ارزښتناکو، تفریحي جزیرو څخه شمیرل کیږي چې هرکال ډیر شمیر هنرمندان او فلمي لوبغاړي د استراحت لپاره هلته ورځي او ښایي څو ورځې وروسته یې توپان په ټولییزه توګه ویجاړه کړي
















