(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په مکسیکو کې سخته زلزله شوې او خلکو له ویرې خپل کورونه پریښي دي.
د مکسیکو هیواد د زلزله پیژندنې ادارې ویلي چې زلزله د ریختر په کچه ۸،۴ درجې وه، خو د امریکا د زلزلې پیژندنې مرکز بیا ۸،۰ ارزولې چې د دې هیواد په سویلي ایالت چیاپس کې د ۳۳ کیلومترو په ژوروالي کې ثبت شوې ده.
چارواکي وایي تر اوسه یوازې د دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی او لا هم څیړنې روانې دي چې اټکل کیږي مرګ ژوبله به زیاته وي.
زلزله پیژندونکو ادارو خلکو ته د یوې خونړۍ سونامې خبرداری ورکړی او په وینایي چې یاده سونامي د۷۰ سانتي مترو په لوړوالي د مکسیکو سواحلو ته رسیدلې ده. تر دې دمخه دغه مرکز ویلي ول چې په درو ساعتونو کې د سترې سونامي د رامنځ ته کیدو احتمال شته.
دغه خبرداری په پاسفیک کې د مکسیکو، ګواتامالا، هندوراس، ایلسوادور، کوستاریکا، پاناما، نیکراګوا او ایکوادور سواحلو ته متوجه دی. دا چې دغه سونامي هوايي، ګوام او د پاسفیک نورو ټاپوګانو ته احتمالي خطر پیښولی شي، لا هم ارزول کیږي. خو د امریکا متحدو ایالاتو لویدیځ ساحل ته د سونامي کوم خطر متوجه نه دی.
د مکسیکو د ملکي خلکو د ساتنې ادارې ویلي دي چې دا زلزله د ۱۹۸۵م کال وروسته تر ټولو سخته زلزله وه. هغه مهال د څونامي په پایله کې زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
راپورونه وایي چې زلزلې د مکسیکو سټي ښار هم لړزولی چې د زلزلې له مرکز څخه ۱۰۰۰ کیلومتره لرې دی .
د مکسیکو ولسمشر د زلزلې د قربانیانو او د رامنځته شوې ویجاړۍ د څیړنې امر کړی دی.


















