نيويارک ټايمز: د مسعود د تلين په ورځ کابل وېشل شوی و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹): د نیويارک ټايمز ورځپاڼې د شهید اونۍ يا د مسعود د تيرې ورځې د تلين په اړه په يو مطلب کې ليکلي، چې پرون ورځ ظاهرا د حکومت د کنټرول څرک نه لیدل کېده او زياتوي چې په دې ورځ کابل ويشل شوی و.

پرون په کابل ښار کې د مسعود پلويانو د هغه د وژنې تلين په داسې حال کې ولمانځه چې د دغه ښار ډیری اوسېدونکي يې په ويره او ډار کې اچولي و، د لاريون کوونکو د ډزو او د هغوی د موټرو د کتارونو د بې احتياطۍ له ويرې خلک له خپلو کورونو په ډاډه زړه بهر نه شول راوتلی.

نيويارک ټايمز ليکلي، چې د پروني تلین د ګډونوالو په پرتله دولتي پولیس په وسله او شمېر کې کم ښکاریدل او په خبره يې چې په دې ورځ د حکومت کنترول نه و.

که څه هم وړمه ورځ د کابل ګارنيزيون قومندانۍ خبرداری ورکړی و، چې د مسعود پلويان دې له ځان سره وسلې او نظامي دولتي وسايط نه انتقالوي، خو بيا هم يادې ورځپاڼې د روغتيايي چارواکو له خولې ليکلي، چې په کابل ښار کې د پرونيو ګډوډيو او هوايي ډزو له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي او ډیری لاريونوال په وسلو سمبال و.

ورځپاڼه دغه راز زیاتوي د احمد شاه مسعود د تلین په شپه هم د تلین د ګډونوالو په موټر درې ماشومان وهل شوي وو.

هر کال د احمد شاه مسعود پلويان په کابل ښار کې د هغه د مړينې تلين په مارشونو، په ډزو او اخ وډب لمانځي چې تر ډیره پکې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button