(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د ایرما په نوم توند توپان چې د شدت درجه یې نوره هم لوړه شوې اوس د فلوریدا آیالت په لوري مخه کړې.
د فلوریدا آیالت مشر د دې آیالت ۶ میلونه اوسیدونکو ته د کورونو د پریښودو امر کړی او خبرداری یې ورکړی چې که لږ هم سستي وکړي، له کورونو سره به په خاورو خزلو بدل شي او د کډوالو له لیږدونکي کاروان څخه به پاتې شي .
چارواکي هڅه کوي د فلوریدا اوسیدونکي د لویو بسونو، الوتکو او نور موټرو په وسیله ژر تر ژره له دې ښار نه وباسي.
د دې آیالت څخه د شپږ میلونه اوسیدونکي اجتماعي کډوالي د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره داخلي کډوالي ثبت شوې ده.
د ایرما توفان چې سخت باد او بارانونه ورسره مل دي د کیوبا شمالي سواحل وځپل او اوس یې د امریکا د متحده ایالاتو د فلوریدا ایالت سواحلو ته مخه کړې ده.
توپان په ساعت کې د ۲۵۷ کیلو مترو په شدت باد هم له ځان سره مل لري.
د ایرما توفان د تلفاتو کچه ٢٢ تنو ته لوړه شوې او د هغو هیوادونو او ټاپوګانو نه چې تیر شوی، له غم ډک انځور یې پریښی دی.
د ایرما په نوم دې خونړي توپان امریکا ته تر رسېدو وړاندې د کاراییب ټاپوګان ویجاړ کړل، او لسګونه کسان یې ووژل چې د شنبې په ورځ له کیوبا تېر او باهاما ته ورسېد.
دغه توپان په کیوبا کې یو میلیون کسان خپلو کورونو خوشي کولو ته اړ کړل.
د سمندر له سطحي د ټیټو سیمو په اړه اندېښنه دا ده چې پر سختو اورښتونو سربېره به د توپان دوه متریزه څپې ښار ته لار پیدا کړي او سمندر ته د ستنېدو پر مهال ښایي ستر زیانونه را پېښ کړي.
ایرما توپان په اړه وړاندوینه دا وه چې د فلوریډا په سویل کې به د میامي ښار وځپي، خو د تګلوري د بدلېدو له امله توپان د فلوریډا د شمال لوېدیځ سواحلو (ټمپا) پر لور خوځېدلی دی.
















