درزاب کې دولتي ځواکونه کلابند دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې له تيرې څه مودې راهيسې د وسله والو طالبانو، دولتي ځاکونو او داعش وسله والو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې په پايله کې يې يو شمير سيمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

د دغه ولايت چارواکي وايي، چې اوس مهال په درزاب ولسوالۍ کې د وسله والو فعاليتونه زيات شوي او افغان دولتي ځواکونه د وسله والو تر سختې کلابندۍ لاندې دي.

د درزاب سرپرست ولسوال باز محمد داوري رسنيو ته ويلي، چې دولتي ځواکونه يواځې په امنيه قومندانۍ او د ولسوالۍ په ودانۍ کې کلابند پاتې دي او بهر ته تګ راتګ نه شي کولی.

په عين حال کې د جوزجان ولايتي شورا چارواکي وايي، چې په په دغه ولايت کې د نا امنيو او د وسله والو د فعاليتونو د زياتېدو له ويرې په خپلو کورنو کې بند پاتې دي او زياتوي چې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له يوې خوا د جګړو له کبله ځپل کېږي او له بلې خوا ورسره سيمه ييز پوليس ناوړه چلند کوي او د هغوی له لوري زورول کېږي.

څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ ډیری سيمې له دولتي ځواکونو ونيولې، چې اوس مهال يې د يادې ولسوالۍ په نږدې نيم کيلو مترۍ کې خپل فعاليت کوي او وخت ناوخت په دولتي ځواکونو وسله والو بريدونه ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button