د سوریې رژیم ځواکونه هڅه کوي څو په خپل مخکې تګ سره د دیرالزور ښار د اسلامي دولت تنظیم له ولکې وباسی، له بل پلو نه د اسلامي دولت تنظیم سترې سیمې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو ته پرته له جګړې پریښي دي، د الجزیرة خبریال وایی چې د دمشق په الغوطة الشرقیة باندې د سوریې رژیم د بمباریو له امله یو شمیر خلک مړه او ټپیان شوي دي.
ځایی فعالان وایی چې د رژیم ځواکونه خورا درانه نظامي وسایل د دیر الزور ښار خواته لیږدولي څو د دغه ښار په ختیځو کلیو باندې د ولکې لپاره ستر یرغل پیل کړي، حال دا چې له تیرو دوه اونیو راهیسې د جګړو د پیل کیدو سره سم د یاد ښار نیمه برخه د رژیم لاسونو کې پریوتې ده.
فعالان زیاتوي چې د رژیم هغه ځواکونه چې د لبنان د حزب الله لخوا حمایه کیږي او برسیره پر دې روسي الوتکې یې هم ملاتړ کوي د دیرالزور ښار لویدیځ ته په دوه کلیو البغیلیة او عیاش باندی د برید لپاره تیاري نیسي، په داسې حال کې چې د دیرالزور د المتاخم په دښتو کې چې په حمص الشرقي کې موقعیت لري او د جب الجراح په نامه یادیږي او هم د الشومریة په غرو کې همدا مهال هم جګړې روانې دي.
د الأناضول خبري آژانس د نورو سیمه ایزو خبري سرچینو له قوله ویلي دي چې اسلامي دولت تنظیم به ډیر زر د دیرالزور ولایت جنوب لویدیځ خواته شاتګ وکړی، او په عین حال کې به د سوریې دموکراتیک ځواکونه پرمختګ وکړي دا ځواکونه د کردي ولسي پاڅون لخوا حمایه کیږي، او په دغه جګړې کې مرکزي رول لري، چې له نښتو پرته به د دیرالزور خواته مخکې شي، له تیرې شنبې ورځې نه یې نږدې 45 کیلو متره پرمختګ کړی چې اوس د دیرالزور ښار ته په 6 کیلو مترۍ قرار لري.
یاد آژانس د سیمې د څارونکو له خولې ویلي دی چې روان وضعیت دا په ګوته کوي چې د فرات هغه کانال چې د دیرالزور د ښار په څنډه کې تیریږي دا کانال به د رژیم د هغو ځواکونو چې د روسیې لخوا یې ملاتړ کیږي او د کردي ملیشو چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کیږي تر مینځ خط او پوله وي.
له بل پلوه، نن د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی خپل د بمونو د ویستلو څلویښت متخصصین دیرالزور ته استولي څو هغه لار چې د ځمکې لاندې د ټولنیزو ودانیو خواته په ښار کې تللې ده له هغو بمونو پاکه کړه چې اسلامي دولت پکې ځای پر ځای کړي او زیاته کړې یې ده چې ورته نور متخصصین به هم ډیر زر واستوې چې شمیره به یې 175 کسانو ته ورسیږي.
د الغوطة الشرقیة ښار نه د الجزیرة خبریال وایي چې یو سیمه ایز ملکي وګړی هغه مهال ووژل شو او شمیر نور ټپیان شول چې د سوریې رژیم ځواکونو لخوا پر مدیرا، حرستا او مسرابا ښارګوټو باندې د توپونو ډزې وشوې، او له امله یې یو شمیر ودانۍ و شخصي ملکیتونه نړول شوي دي، سره له دې چې الغوطة سیمه د یوې موافقې په اساس له آرامو سیمو څخه ګرځول شوې ده.
د مسار برس خبري آژانس هم ویلي دي چې د سوریې رژیم ځواکونو د سوریې په جنوب کې د درعا البلد کلي هم د توپونو د ډزو هدف ګرځولي، او هم یې په حماة ښار کې په القنطرة او اللطامنة ښارونو باندې د درنو وسلو ډزې کړي دي.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل
















