(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): تېره ورځ سلګونه وسله والو طالبانو د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا دفاعي پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه وکړل، جګړې چې تر ناوخته يې دوام درلود، له کبله يې ښکېلې غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د نورستان امنيه قوماندان جنرال محي الدين سروري رسنيو ته ويلي، چې په دغه نښتو کې ۳۳ طالبان وژل شوي او زياتوي چې ۵ دولتي عسکرو ته چې سرحدي پوليس او د اوردو سرتيري دي هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو له بله پلوه وسله والو طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د تېرې ورځې په جګړه کې چې د ماذيګر تر ناوخته روانه وه، د دوی وسله والو له دولتي عسکرو لس پوستې او پراخه سيمه ونيوله.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې ۱۶ تنه عسکر ووژل شول، چې د ګڼو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر پراته دي او زياتوي چې ۲۲ تنه سرتيري ټپيان شوي هم دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو په نيول شويو پوستو کې ډیری وسلې، پوځي توکي او نور مهمات هم نيولي دي.
طالبانو د خپلو څلورو وسله والو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
يوې ځايي باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، د تيرې ورځې په جګړه کې ځينې هغه عسکر چې وژل شوي دي، جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
















