امنيت شورا پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره ورځ پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو د لګولو اعلان وکړ.

په نويو بنديزونو کې د شمالي کوريا د تېل او ګازو پر وارداتو محدوديتونه لګول شوي او د دغه هېواد د ټوکر صادراتو باندې بنديزونه لګول شوي دي.

شمالي کوريا ويلي و، که پر هېواد يې نوي بنديزونه ولګول شي نو امريکا ته به سخت ګذار ورکړي.

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ په يوه خبر پاڼه وويل، چې هېواد به يې له نويو بنديزونو وروسته د واشنګټن پرضد داسې اقدام وکړي چې ساری به يې نه وي ليدل شوی.

شمالي کوريا د امريکا پرضد د اقدام د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې ترهغې چې امريکا له شمالي کوريا سره د سياسي، اقتصادي او پوځي تاوتريخوالي نه لاس په سر شوې نه وي، تر هغې به د دوی د اتومي ګواښ لاندې وي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا پر شمالي کوريا د نويو لګول شويو بنديزونو په اړه تر اوسه پيونګ يانګ غبرګون نه دی ښودلی.

خو په امنيت شورا کې د امريکا استازې نېکې هيلې وويل، که شمالي کوريا اتومي پروګرام وځنډوي، نو خپل راتلونکی جوړولی شي.

په دې وروستيو کې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې امريکا به د هرهغه هېواد سره سوداګريزې اړيکې وځنډوی چې له شمالي کوريا سره راکړه ورکړه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي لیوچيي له شمالي کوريا غوښتي چې د امنيت شورا وروستی پريکړه ليک مهم وبولي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا نهم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا بندیزونه لګوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button