(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د راپورونو پر اساس د مصر په سينا ټاپو کې د دولتي ځواکونو پر قطار چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ۱۷ عسکر وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سينا په بيرالعابد سيمه کې پر امنيتي ځواکونو چاودنه شوې، چې له امله يې لسګونه سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه عسکر ټپيان شوي او زياتوي چې د ټپيانو په منځ کې د سینا د شمالي لویدیځې حوزې عمومي مفتش جنرال محمود خادري هم دی، چې د تداوۍ په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په عين حال کې د غه هېواد د دفاع وزارت ويلي، چې له چاودنې وروسته له څو لوريو وسله وال بريد ترسره شوی دی.
ځايي سرچينو ويلي، چې په وژل شويو کې د جنرال په ګډون يو شمير پوځي افسران هم شامل دي.
مصري رسنۍ وايي، چې په لومړنۍ چاودنې کې درې پوځي موټر ويجاړ شوي او وروسته، چې وسلهوالو پر امنيتي ځواکونو بريد پيل کړ، دغه مهال يې د پوځيانو سربېره مرستندويه ډله هم په نښه کړه.
د دغه بريدونو مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.
















