(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ دهرات ولایت د شابیک په سیمه کې یو فولدر موټر هغه مهال د پولیسو تر برید لاندې راغی چې تلاشي ته ونه درید.
خلک وایي موټروان د موټر په قابوکولو کې پاتې راغلی او د موترو د نه کنترول له امله پرې پولیسو ډزې کړې.
د پولیسو په ډزو کې موټر لګیدلی او بیا د موټروان د وارخطایي له امله چپه شوی دی.
چارواکي وایي چې په برید کې موتروان وژل شوی، او د یوې ښځې او یو سپینګري سړي په ګډون ۴ تنه سخت ټپیان دي.
دا لمړۍ پیښه نده چې پولیس په لوی لاس ملکي خلک په نښه کوي، په تیر کې هم د امنیتي ځواکونو له لوري د تلاشي پرمهال په ځلونو ورته پیښې رامنځته شوې چې د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځیدلې.
خلک له چارواکو غوښتنه لري چې د موټرو د چیک کولو لپاره دې داسې فعال خلک وګماري چې امنیتي ادارې بدنامې نکړي.
















