هند له افغانستان سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د هند حکومت له افغانستان سره د څلورو هوکړه ليکونو لاسليک وکړ، چې له مخې به يې په ۳۱ ولايتونو کې ۱۲۶ ټولګټې پروژې پيل شي.

دا هوکړه ليکونه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشماسوراج تر منځ په نوي ډيلي کې لاسليک شول.

چارواکو د يادو پروژو د لګښت په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو د هند د بهرنيو چاروز وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه پروژې به د حکومتولۍ، روغتيا، انرژۍ، کرنې او ورته نورو پرمختيايي برخو کې ترسره شي.

په اعلاميه کې راغلي: (په دې پروژو کې د کابل او چاريکارو  د پاکو اوبو رسولو سيستم، د شاتوت برېښنا بند، په مزارشريف کې د يوه پولي کلينيک جوړولو تر څنګ د بېرته راستنېدونکو لپاره د کورونو جوړول شامل دي.)

هند وايي، چې راتلونکې کال کې به د افغان پوځ د پنځه سوه وژل شويو سرتيرو اولادونو ته تحصيلي بورسونه هم ورکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له هندي چارواکو سره په امنیتي مسائلو خبرې کړي او له هغوی يې د چاه بهار بندر د پراختيايي چارو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button