(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د پاکستان په راولپنډۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې څوارلس تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځه تنه نور سخټ ټپيان دي.
پېښه راولپنډۍ کې له چکري انټرچېنج سره نږدې پر موټروې رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي، په ياده سيمه کې د مسافر يو موټر له يوې لويې ټرالۍ سره جنګېدلی او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د موټروی پوليس وايي، په وژل شويو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
په پېښه کې ټپي شوي کسان د اسلام اباد پيمز او د پينډۍ سي ايم ایچ روغتون ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وينا، ياده پېښه د ډريور د ويده کېدو له کبله رامنځته شوې ده.
















