ترکیه غواړي له روسیې څخه پرمختللي دفاعي توغندي وپیري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۱ فرید افغان)
ترکیې پریکړه کړې چې غواړي د خپل هیواد د لامصؤنتیا لپاره له روسیې څخه اېس – ۴۰۰ ډوله توغندي واخلي.
چې دا به د انقرې او مسکو ترمنځ د وسلود پیرلو لومړنۍ ستره معامله وي.
ترکي ولسمشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له روسیې سره یې پدې اړه خبرې نهایي کړې او یو مهم توافق لیک یې ورسره لاسلیک کړی دی.
اردوغان ویلي چې روسي چارواکو ته یې څه اندازه پیشکي پیسې هم سپارلې دي چې داڅرګندوي چې دوی دیادو وسلو اخیستلو ته لیواله دي او لومړیتوب ورکوي.
روسیې هم له ترکیې سره د دې معاملې پخلی کړی او د روسیې د ولسمشر یوه همکار ولادمیر کوژین ویلي چې په دې معامله کې ټولې پرېکړې د روسیې د ستراتیژیکو ګټو پر اساس شوي دي.
د روسیې سره د ترکیې دغه معامله چې له مخې یې انقره د پام وړ وسلې له یوه هېواده چې د ناتوغړی نه دی، اخلي، د لویدیځوالو په تیره بیا دناټو غړو هیوادونو اندیښنې راپارولې دي.
بلخوا امریکا هم د ترکیې دې معاملې ته غبرګون ښوودلی دی.
دپنتاګون لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ناټوغړي هېوادونه که وسلو اخیستلو ته ضرورت لري باید له خپلو یې واخلي.
اعلامیه زیاتوي د ناټوسازمان چې ترکیه یې هم یوه مهمه غړې ده، باید د خپلو هېوادونو داخلي تولیدات واخلي.
خو اردوغان دې ټولو حساسیتونو او اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې د هېواد د دفاع په برخه كې خپلواك سياست لري. او په خبره یې چې ‹‹پدې اړه څوك د لاسوهنې حق نه لري››
د اردوغان په وینا چې د خپل هېواد نه د دفاع په موخه بايد امنيتي او دفاعي تدابير په خپله ونيسو.
اېس – ۴۰۰ ډوله توغندي په نړۍ كې د هوايي دفاعي سيستم تر ټولو پرمختللې وسله ده چې په سيار ډول كولاى شي د جنګي جټ الوتكې له منځه یوسي او همداراز دا وړتیا هم لري چې باليستيك توغندي خنثى كړي.
ټاكل شوې ده چې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو يوه فابريكه به په تركيه كې هم جوړه شي او د روسي انجينيرانو په همكارۍ به ددې توغنديو يوه برخه په تركيه كې دننه توليد شي.



