(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۵): د ورکړل شويو راپورونو له مخې د غور ولايت په غلمين ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ درنې نښتې روانې دي.
څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو د غور مرکز چغچران اړوند د غلمين سيمه له دولتي ځواکونو په مکمله توګه ونيوله.
تېره ورځ هم د يادې سيمې په سرتګاب او کشکک کليو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ووژل شول او د طالبانو په وينا يو پوليس يې له ځان سره ژوندی بندي کړ.
ځايي امنيتي سرچينو د دوو پوليسو او درې طالبانو د وژل کېدو او درې نورو پوليسو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
خو طالبان وايي، چې د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې بريد يې په شاه تمبولی او په وينا يې چې په بيګانۍ نښتو کې يې دوه محلي پوليس وژلي او درې نور يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.
طالبانو ويلي، چې په تازه نښتو کې يې له دولتي ځواکونو درې ميله وسلې او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی حطيبي وايي، چې اوس مهال جګړه مهار شوې خو خال خال ډزې روانې دي.
















