(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۵ فرید افغان)
د البانیا هیواد اعلان کړی چې د امریکایي چارواکو په جدي ډول ترې غوښتي ترڅو افغانستان ته خپل ځواکونه واستوي. دوی ویلي چې د غوښتنې د جدیت له امله افغانستان ته یواځې ۴۰ عسکر لیږي.
اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د آلبانیا د دفاع وزیرې اولتا ژاکا له قوله ویلي چې هیواد یې افغانستان ته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې سرتیرو د لیږلو پریکړه کړې.
البانیا په تیر کې تر ۲۵۰ ډیر عسکر په افغانستان کې درلودل چې داشمیره اوس ۴۰ تنو ته راټیټه شوې او د نویو ځواکونو په رالیږلو سره به یې شمیر ۸۰ تنو ته ورسیږي.
باید وویل شي چې د واشنګټن سره ځینو هیوادونو آن د ۳ او ۵ تر لسو عسکرو د لیږلو ژمنه هم کړې ده
امریکایي څاروونکي وایي چې د ټرمپ اداره د دومره لږ شمیر عسکرو زیاتیدلو ته هیڅ اړتیا نلري، خو یواځې د سیمیزو هیوادونو د پام اړولو په موخه ډیرو کمو عسکرو ته هم خوښ دي ترڅو یې پر وړاندې سیمیز قدرتونه چې روس او چین دي لاس پورته نکړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې ده په لنډ راتلونکي کې د ۳۵۰۰ امریکایي عسکرو په شمول یو شمیر پوځي وسایل هم افغانستان ته ولیږدول شي ترڅو د مخالفینو پر وړاند خپل عملیات لا ګړندي کړي.
په ورته وخت کې ګډحکومت د امریکا له مرستو مننه کړې او د هغوی په لا تداوم یې ټینګار کړی دی.
یو شمیر کابل میشتي شنونکي هم وایي چې د دې پځای چې افغان اداره رسما له یادو هیوادونو نظامي مرسته وغواړي، پځای یې امریکایي چارواکي دا چاره کوي داځکه چې امریکا پوهیږي چې له حضور سره یې سیمیز مخالفتونه راپورته کیږي نو یې د مخنیوي لپاره د خاورو پوزه مخکې ترمخکط جوړوي
















