کاميرون: د بوکوحرام بريد ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۰۱لېندۍ/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
له نايجيريا سره نږدې د کاميرون په شمالي اړخ کې په فوټوکول سيمه کې د يوه سرتېري بريدګر په بريد کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دی او ۱۲ نور ټپيان دي.
د پوځ وياند له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې ۴ سرتېرو بريدګرو خپل چاودېدونکي توکي وچاودول او ګمان کېږي، چې په بوکوحرام پورې تړلي خلک وي، د نوموړي په وينا په چاودنو کې د ۴ بريدګرو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.
بوکوحرام چې په نايجيريا کې فعال دي، له داعش ډلې سره يې خپل بيعت اعلان کړی دی، او له نايجيريا څخه په کاميرون او نورو افريقايي دولتونو بريدونه کوي، چې نږدې هر ځل يې ډېر تاوان ولسي وګړو اوړي.



