امریکا غواړي د کلیوالو سیمو لپاره زرګونه پوځي اربکيان جوړ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۵ فرید افغان)
افغان چارواکي وایي چې پریکړه یې کړې تر څو د محلي پوځ په نامه سیمیز پوځونه زیات کړي او په پام کې ده چې داچاره ژر تر ژره تر سره کړي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي چې پدې چاره یې د جمهور ریس اشرف غني تر لارښوونې وروسته کار پیل کړی دی .
د چارواکو په وینا چې نوی رامنځته کېدونکی سيمه ييز پوځ به د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د ملي پوځ د جنرالانو تر امر لاندې فعاليت کوي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې پوځي اربکیانو هدف به یواځې د هغو سیمو ساتنه وي چې له وسلوالو طالبانو تخلیه کیږي.
ملي دفاع وزارت د دې ځواک د شمیر په هکله څه ندي ویلي، خو په حکومت کې د ننه سرچینې یې د ۲۰۰۰۰ په شمیر کې اټکل کوي.
آخوا بیا د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې (هیومن رایټس واچ) د نوي سیمه ییز ځواک جوړېدل د ملیشه جوړونې یوه هڅه بللې او د دې کار له امله د احتمالي خطرونو رامنځ ته کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې.
خو دفاع وزارت بیا دا خبره رد کړې ده او په وینا یې چې د ملیشو جوړولو هڅه نکوي.
باید وویل شي چې څو کاله وړاندې د امریکایي جنرال دیوید پیترایس په لارښوونه د محلي پولیسو (اربکیانو)په نامه سیمیز خلک مسلح شول ترڅو د طالبانو پرضد ترې دسپر په توګه کار واخلي.
یادې ملیشې ته له میاشتنۍ تنخوا نیولې بیا تر ټولو کوردیناتو پورې د امریکایي ځواکونو لخوا ورکول کیدل، چې بیا وروسته په یو لوی ناسور بدل شول او قومي تربګنیو، غلا، لوټمارۍ او له هیڅ ډول ظلمونو یې دریغ نه کاو.
بالاخره د طالبانو او سیمیزو خلکو په مټ تر ډیره لمنځه یووړل شول چې لا اوس هم په ځینو ولایاتو کې شتون لري.
د رسنیو د راپورونو په اساس د اربکیانو لمړنۍ اختراع د غزني له اندړو ولسوالۍ نه شوې او شمیرې ښیي چې یواځې د دې ولسوالۍ ۶۰۰ ځوانان د اربکیانو په نامه ملیشو کې وژل شوي دي.
د چارو د څیړونکو په آند د سیمیزو وسلوالو ډیریدل به افغانستان لا د بې ثباتۍ لوري ته کش کړي او د یو داسې ناورین پیل به وشي چې اټکل یې نشي کیدلی..
شنونکي وایي چې؛ امریکا پدې توګه غواړي خپل ځواکونه له صحنې وباسي او خپل زور ټول یواځې په هوایي بریدونو او شپینیو چاپو کې ترسره کړي ترڅو د امریکایي عسکرو پځای ټول تلفات دواړه ښکیل افغان لوري وګالي.
پدې توګه به امریکا یواځې د لویو بمونو اورول، د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو زیاتوالی او افغان ځواکونه ته تریننګ او دهغوی تمویل او تجهیز به ترسره کوي نور به افغانان په خپلمنځي معرکه کې بوخت ساتي.
د یادونې وړ ده چې په تیر اختریز پیغام کې طالب مشر یوځل بیا افغان ځواکونو ته دعوت ورکړی چې د امریکایانو لیکې دې پریدي او طالبان ورسره هیڅ مشکل هم نلري خپل افغان وروڼه یې بولي او په وینا یې چې د دوی یواځې له اشغالګرو امریکایانو سره کار دی او افغان ځواکونه دې له هغوی څخه لرې اوسي.



