اصلی قهرمانان څوک دی؟

لیکوال:ابوبکرعظیمی

په اوسنی دور کی زمونږ په ټولنه کی ترټولو څخه غټ قهرمان هغه څوک بلل کیږی چه ترټولو څخه یی ډیربی ګناه افغانان وژلی وی.
اوترټولو څخه هغه خلک پخپلو کارنامو ډیر ویاړی چه دهیواد په اشغال کی یی له پردیو سره ډیره مرسته کړی وی او دپردیو کلتور او عنعناتو ته احترام لری!
دمثال په توګه د ځنی جعلی قهرمانانو او اتلانو همدارنګه د جعلی شهیدانو نومونه را اخلو:
۱- ډاکټر نجیب الله چه په زرګونه افغانان یی شهیدان کړل او د روسانو خاص ګوډاګی وو خو نن یی زمونږ هغه افغانان چه په اړه یی پوره معلومات نلری قهرمان او شهید بولی!
۲- احمدشامسعود هغه څوک وو چه دملت په سطحه خائن وو او د زرګونو افغانانو قاتل وو خو نن یی زمونږ خلک قهرمان ملی اوشهید بولی او په حکومت کی یی د مرګ رسمی ورځ لمانځل کیږی!
۳- برهان الدین ربانی هغه څوک وو چه امریکایانوته به یی ویل چه غټ غټ بمونه راوړۍ دابمونه دافغانانو لپاره واړه دی .
خو اوس دصلحی شهید بلل کیږی!
۴- حکمتیار هغه څوک ده چه دجهاد په نوم یی کابل وران کړ دقدرت ترلاسه کولو لپاره یی زیات شمیر افغانان شهیدان او بی کوره کړل.
او بیایی دوباره دڅه مقصد په خاطر له امریکایانو سره جهاد اعلان کړ او دا به یی ویل چه یو امریکایی عسکر په افغانستان کی موجود وی زه به صلحه ونکړم که می صلحه وکړه نو دمحمد(ص) امتی به نیم.
باالاخره له خپل جهاد او پخوانی دریځ څخه ډیر په چالاکی تیرشو او په کړی جهاد پښیمانه شو او امریکایانو ته بغیر له کوم قید اوشرط څخه تسلیم شو.
له خپل اسلامی قانون څخه لاس په سرشو او دهغوی ټول کفری قوانین یی ورسره ومنل او په عوض کی امریکایانو هم د(صلحی اتل)په نوم ونازاوو!
۵- دوستم هغه څوک ده چه په زرهاوو علماء او افغانان یی شهیدان کړل اوبیایی دامریکایانو راتګ ته لبیک اوایه او دهغوی مړی یی هم شهیدان وبلل .نعوذباالله من ذالک.
چه اوسمهال درئیس جمهور لومړی مرستیال ده.
نو د ده له ظلم او ناوړه کارنامو څخه ټول افغانان خبر دی خو دا راته معلومه نده چه امریکایانو ده ته کوم لقب ورکړی ده او دی دڅه شی اتل ده!
اوس په موجوده حکومت کی نور هم ډیر جعلی قهرمانان اواتلان شته چه نومونه ذکرکول یی ډیر وخت اخلی ځکه چه بیخی زیات دی.
خو په اخرکی دومره وایم چه داخلک دشاه شجاع په حق کی ډیرزیاتی کوی باید یولقب هغه ته هم ورکړی ځکه چه دومره نامرده به هم نه وو لکه دوی!
ښه نو:
اوس تاسو اوایاست چه اصلی قهرمانان څوک دی؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button