جلال اباد: ډاکټرانو او د درملتونونو مسئولينو کاربنديز اعلان کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): نن په جلال اباد ښار کې ډاکټرانو او د درملتونونو مسئولينو د امنيتي ستونزو له کبله کاربنديز اعلان کړی دی.

د جلال اباد ښار څخه د کابل ټکی کام همکار وايي، چې د ښار په بېلابېلو واټونو کوڅو کې د ډاکټرانو کتنځايونه او درملتونونه تړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د کاري اعتصاب کوونکي همدا شېبه د ننګرهار د ولايتي شورا انګړ ته ورغلي او د خراب امنیت له کبله په شورا کې راغونډ شوي، ترڅو يې د امنيت د راوستلو د حل لاره پيدا کړي.

دغه اعتصاب کوونکو خبرداری ورکړ، چې ترڅو په ننګرهار کې د ددوی امنيت خوندي نه شي تر هغې به خپل کاربنديز ته دوام ورکوي.

دوی وایي، چې وسله والو په مرګ ګواښلي او ترې یې د پيسو غوښتنې کړي چې یو شمېر یې د پيسو د نه ورکړې له کبله وژل شوي او ټپيان شوي هم دي.
ځايي خبري سرچينې وايي، چې په تېره میاشت کې د روغتیاپالانو پر وړاندې لس پيښې شوي چې دوه یې درملتونونو ته د ماین چاودنې، درې یې د ترور دي او پينځه نورو ته یې ټلېفوني ګواښونه شوي.21743082_669242569952220_4576674859776979634_n

د جلال اباد ښار يو تن ډاکټر احسان وايي، په ننګرهار کې تر دې مخکې هم ډاکټران او د کورنيو غړي يې د سړي تښتوونکو له لوري تښتول شوي او ډیری وخت تر سختو امنيتي ګواښونو لاندې وي.

نوموړی زياتوي، چې هروخت ډاکټرانو د خونديتوب غږ پورته کړی، خو حکومت پرې هيڅ غوږ نه دی ګرولی.

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د هدفي وژنو سربيره د چارواکو له لوري هم يو ډول ترور خپور شوی، چې په لړ کې يې څو ورځې وړاندې د حاجي ظاهر قدير د کور مخې ته د هغه ساتونکو پر يو عام کس ډزې وکړې او هغه يې ووژلو.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button