د امېل کېمره جوړه شوه

لاروى
د پټو – ښکاره عکاسیو او ویډیو لپاره به مو د ډول ډول کېمرو راپورونه ترلاسه کړي او یا به مو لیدلي وي چې په پوره مهارت سره پټې او ښکاره ویډیوګانې کولای شي. خو اوس یوه داسې کېمره جوړه شوې چې د امېل په شکل سره استعمالېږي چې ځینې خلک یې د لاکټ په توګه هم استعمالوي، دا کېمره په غاړه کې هم اچول کېږي او که وغواړي چې په کوم ځانګړي ځای کې یې ځای پرځای کړي، هلته چسپ (سریښت)هم اخلي.
امېل کېمره چې Ubiquiti Labs جوړه کړې ده، تر نورو کيمرو یې ښه والى په دې کې دى چې تر دوو ساعتونو پورې ويډيو کولاى شي.
دمخه هم نورو کپمنيو غټې او وړې کېمرې جوړې کړې دي، خو هغه ښه والی او اسانتيا پکې نه ليدل کېږي کومه چې د امېل په ډول اوس جوړه شوې، له دې علاوه د امېل کېمره دوه ورځې بیټرۍ هم چارج ساتي.

دې کېمرې ته ټچ سکرين لګېدلى دى او بې له دې چې په غاړه کې اچول شوې وې، په لاس یې کنترول او ويډيو ته برابره کړې، د ريموټ په وسيله هم استعمالېداى شي. اخیستل شوي عکسونه په اسانۍ سره موبايل او نورو ځايونه ته لېږلاى شي او هم ټوله ويډيو په يوه وخت، چې تر دوو ساعتونو پورې شوې وي، ايډيټ یې سرته رسوي.
د امېل کېمره کې دا ښه والى هم شته چې له نورو ځايونو ډېټا هم شېر کولاى شي او وروسته یې په اسانۍ سره لوډ کوي؛ که د دې کېمرې استمعال په سالمه توګه وشو، تر ډېره حده به یې اخیستونکي زيات شي.



