د بلخ اوسېدونکي: پولیس د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): د بلخ اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې او د هرې ورځې په تېرېدلو سره د عامو خلکو قتلونه او اختطافونه زياتېږي.
د مزارشريف د ښار اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې ډیری دغه ډول قتلونه د موټرسايکل سپرو وسله والو له لوري ترسره کېږي.
خالد چې د مزارشریف اوسېدونکی دی وايي:”په مزار شریف کې د پخوا په نسبت اوس مهال جنايي جرمونه زیات شوي دي، خلک په مزارشریف کې د شپې لهخوا امن نهدي او د نامعلومو کسانو لهخوا وژل کېږي، پولیس د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.”
د دغه ښار يو بل اوسېدونکی تبريز بيا وويل، چې د دغه ښار اوسېدونکي د وروستيو نا امنيو له امله اندېښمن دي او زياتوي چې د مزارشريف ښار ډیری سيمې د شپې له خوا نا امنه دي او په خبره يې چې خلک په خپلو کورونو کې د امن احساس نه کوي.
په عين حال کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دورانی په دغه ښار کې د مرموزو وژنو او قتلونو پېښې تائيدوي او وايي چې پوليس هڅه کوي ترڅو د دغه ډول جرايو سطح ټيټه شي او تر اخره اندازه د مجرمينو د نيول کېدو هڅې کېږي.
په عين حال کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بلخ کې له ۶۰ ډېر مرموز قتلونه ترسره شوي دي.



