سوريه: روسي ځواکونو امريکايي عسکر بمبار کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۸): د سي ان ان انټرنيشل د خبر له مخې د روسيې هوايي ځواکونو په سوريه کې امريکايي عسکر بمبار کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې روسي جنګي الوتکو د تېرې شنبې په ورځ داعش ډلې ته نږدې په هغه سيمه بمبار کړی، چې امريکايي ځواکونه ميشت و.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې يو شمير امریکايي ځواکونه ټپيان شوي، خو د کره شميرو په اړه يې څه نه دي ويل شوي خو وايي چې ټپي شوي سرتيري د درملنې لاندې دي.

امريکايي چارواکي وايي، په دې باور دي چې د روسي هوايي ځواک دغه بريد قصدي نه دی شوی، خو زياتوي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button