جېمزمتېس: ژر به افغانستان ته نور ۳ زره امريکايي عسکر ورسېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۸): د امريکا د دفاع وزير جېمز متېس وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان درې زره نور امريکايي عسکر ولېږل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان ستراتيژۍ د اعلان پر مهال د نورو پوځيانو د لېږلو پرېکړه کړې وه، خو نه يې د هغوی کره شمېره په ډاګه کړه او نه يې د بېرته ستنولو معلومه نېټه وښوده.

افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو او شمېر واک د امريکا دفاع وزير مټیس ته سپارل شوی و او نوموړي تېره شپه پنټاګون کې رسنيو ته وويل، چې درې زره امريکايي پوځيان افغانستان ته پر لاره دي.

د افغان جګړې لپاره د ځواکونو د زياتولو غوښتنه په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نيکولسن له خوا شوې وه.

نوموړی په دې باور دی، چې د پخواني ولسمشر اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ويستلو پريکړه هم د طالبانو په ګټه تمامه شوې او چې امريکايي عسکر له هېواده ووتل، طالبانو بريدونه زيات کړل او د افغانستان زياته برخه يې تر خپل واک لاندې راوستله.

د شميرو له مخې اوس مهال ۸۴۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې ميشت دي، خو څه موده مخکې يوې امریکايۍ ورځپاڼې ويلي و چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو تعداد له ورکړل شوي شمير څو چنده زيات دی او آن تر دولس زره پورې رسېږي.

که څه هم چارواکي وايي، چې په افغانستان کې ميشت امريکايي او ناټو ځواکونه د افغان عسکرو د روزنې او مشورو لپاره پراته دي، خو ډیری وخت په مخامخ جګړو او شپنيو چاپو کې هم برخه لري.

ښاغلي ټرمپ د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بیا بیا غوښتنه کوله.

خو کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوریپالو مخکښ نوماند شو، خپل دریځ یې بدل کړ او ويې ويل چې تر نامعلومې مودې پورې به امريکايي عسکر په افغاستان کې پاتې شي.

تېره مياشت هغه ويلي و، چې امريکايي ځواکونه د ترهګرو د وژلو لپاره ځي، نه د افغانستان جوړولو لپاره.

د څېړنيزو راپورونو پر اساس، پر افغانستان د امريکا د يرغل شپاړلس کلونه پوره کېږي، خو اوس افغان حکومت د دغه هېواد پر نيمه خاوره حاکميت لري.

نيويارک ټايمز او يو شمير نورو امريکايي ورځپاڼو افغانستان ته د امريکايي عسکرو لېږل (د مرګ کندې ته د خپلو ځوانانو د لېږلو) په معنا بللي.

دغه راز طالبان وايي، چې امريکا په افغانستان کې د جګړې اوږدول غواړي او تر هغې به خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي، ترڅو چې يو بهرنی پوځي هم په افغانستان کې پاتې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button