چارواکي: طالبانو کوهستان کې مهمه سيمه، بازار او درې پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۸): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د فارياب د کوهستان ولسوالۍ د بندر په سيمه کې درې پوستې او يو بازار په مکمله توګه نيولي دي.

په کوهستان کې د سيمه ييزو پوليسو او امنيتي ځواکونو د عملياتو قوماندان ميرزاد رسنيو ته ويلي، چې بيګا ماښام سلګونه وسله والو طالبانو د بندر په سيمه کې په پرتو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او نن سهار يې درې پوستې او د بازار سيمه ونيوله.

نوموړي ويلي، چې اوس مهال يواځې درې کلي د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي او په خبره يې که بيړنۍ مرستې ونه شي، نو پاتې کلي به هم د دولت له کنټروله ووځي.

د هغه په وينا، چې له پرون راهيسې د ولايت مقام سره اړيکه نيسي، خو يواځې همدومره وايي چې سبا زنګ ووهئ، خبرې به وکړو.

هغه وايي، چې د نښتو په ترڅ کې تر دې دمه يو طالب وژل شوی او د دوه طالبانو په ګډون دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

د فارياب د ولايتي شورا يو تن چارواکي محب الله میرزاد هم د يادې سيمې د نيولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په خبره يې چې د کوهستان ولسوالۍ دوه مهمې سيمې لولاش او بندر  دي، چې پنځوس سلنه وګړي د بندر سيمې پورې مربوط دي او که دولت همداسې بې تفاوته پاتې شي، نو پاتې کلي به هم د طالبانو لاسته ورشي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش له دولتي ځواکونو ونيو، چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته او د خيراباد په سيمه کې تر ۲۰۰ دولتي عسکر کلابند و، چې ځينې يې طالبانو ته تسليم شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د دغه ولايت د قيصار په بورغن سیمه کې څلور تنه محلي پوليس له وسلو سره تسليم شوي دي.

بايد وويل شي، چې وړمه ورځ چارواکو ادعا وکړه، چې په قيصار کې د امريکايي بمبار په ترڅ کې لسګونه طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو د چارواکو دغه ادعا رد کړې او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په يادو بريدونو کې د دوی درې تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي او زياتوي چې له دې اخوا نه کوم سرګروپ وژل شوی او نه د دوی وسايلو ته زيان اوښتی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button