افغان سفارت: ناقانونه افغانان دې يوه مياشت کې له سعودي ووځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۸): د افغانستان سفارت وايي، چې په سعودي عربستان کې ميشت ناقانونه او بې ويزې افغانان دې په ديرش ورځو کې له دغه هېواده خپل وطن ته ولاړ شي.
په رياض کې د افغانستان د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د سعودي عربستان له چارواکو سره په دې اړه موافقه کړې، چې په دغه هېواد کې ميشت بې اسنادو افغانانو ته به اجازه ورکړل شي، چې خپل هېواد ته ولاړ شي.
د سفارت چارواکي وايي، هغه افغانان چې اسناد نه لري، په رياض کې دې افغان سفارت او په جده کې د افغانستان قنصلګرۍ ته مراجعه وکړي او خپل هېواد ته د ستنېدو ليک دې ترلاسه کړي.
د يادونې ده، چې سعودي عربستان ته زرګونه افغانان د مزدورۍ لپاره ورځي، چې يو شمير يې بيا د ويزو د پوره کېدو باوجود په هغه هېواد کې مزدوري کوي او پاتې کېږي.



