کندهار: د بهرنيو او افغان ځواکونو عملياتو کې ۲۸ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۸): بيګا شپه د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه نهه بجې د يادې ولسوالۍ مربوط د لالک او زرک په سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړل او په خبره يې چې يو شمير عام خلک يې په خپلو کورونو کې په ډزو سره وژلي دي.
د يادې سیمې يو تن اوسېدونکی نعيم کابل ټکی کام ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ۳ تنه ماشومان، څلور تنه سپين ږي او دولس تنه ځوانان په خپلو کورونو کې د عسکرو په ډزو سره وژل شوي دي.
دغه راز نوموړی زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د عامو خلکو دوه کورونه په بمونو الوزول شوي او په وينا يې چې زيات شمير مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.
هغه وايي، چې عملياتو ته ورغليو عسکرو د عامو خلکو لسګونه موټرسيکلونه او موټرې هم سوځولي دي او يو شمير خلک يې له ځان سره د بنديانو په ډول وړي دي.
که څه هم دولتي چارواکي وايي، چې په عملياتو کې يې وسله وال طالبان هم وژلي او په وينا يې چې په جګړه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي.
خو طالبان وايي، چې (ګډو ځواکونو په داسې مهال په سیمه کې چاپه وهلې چې په سیمه کې هيڅ مجاهدشتون نه درلود).



