وسله وال طالبان وايي چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې او پکې سپاره بهرني سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناوې ولسوالۍ پای ته د ډواير له هوایي اډې ګڼ شمېر بهرني سرتېري په خپلو ټانګونو کې د شین غزک او کنډک چهار سیمو ته راووتل چې یو زغروال ټانګ یې د خښ کړی شوي ماین په مټ والوزول شو.
طالبان وايي، د چاودنې له امله ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول بهرني سرتېري ووژل شول.
طالبانو همداراز نن مازدیګر هم د ننګرهار مرکز جلال آباد کې د هوايي اډې په لومړۍ دروازه کې پر بهرنیو سرتېرو د ماین چاودنه ترسره کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین په وسیله د بهرنیو سرتېرو پر فرونر موټر شوې ده چې له امله یې فرونر موټر ویجاړ شوی، ۳ بهرني عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
بهرنیو ځواکونو د دې دواړو پېښو په اړه تر دې دمه کوم څه نه دي ویلي؛ خو زیاتره وخت هغه پیښې نه مني چې دوی په کې ژوبل شوي وي، یا خپل تلفات پټوي او یا یې هم کم ښیي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت هم تر ډېره د خپلو تلفاتو په اړه غلط معلومات خپروي او خپل سخت ټپي شوي عسکر برسېرن ټپیان یادوي.
















