جلال اباد کې ’۵ امریکايي عسکرو‘ ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن مازدیګر ناوخته د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته نږدې د هوايي اډې په دروازه کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځو بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د یادې چاودنې مسؤلیت منلی دی او وايي چې چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین په وسیله د بهرنیو سرتېرو پر فرونر موټر شوې ده چې له امله یې فرونر موټر ویجاړ شوی، ۳ بهرني عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

بهرنیو ځواکونو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button