د نړۍ ډېر ښه او بد ښارونه؛ کابل دویم تر ټولو بد ښار دی

د Zipjet په نوم یوې نړیوالې برتانوۍ ویب پاڼې د نړۍ د تر ټولو ښو او تر ټولو بدو ښارونو یو لیست نشر کړی دی. په دې لیست کې هغه ښارونه ډېر ښه بلل شوي چې د ورځني ژوند هره اسانتیا په کې وي، له دې سره سره یې اوسېدونکي له ذهني تکلیفه خلاص وي او له خونده ډک ژوند کوي. همدا ډول تر ټولو بد او خراب ښارونه هغه بلل شوي دي چې د ورځني ژوند اسانتیاوې او امنیت په کې نه وي او اوسېدونکي یې له سټریس او رواني فشار څخه کړېږي.

د ښو او بدو ښارونو درجه بندي د دې ښارونو د اوسېدونکو د ژوند، امنیت، د ترافیکو حالت، عامه ټرانسپورټ، د چاپېریال حالت (ککړتیا / چټلتیا) او د لمر لګېدلو اندازې پر بنسټ شوې ده.
په دې لیست کې د عراق پلازمېنه بغداد اول نمبر تر ټولو خراب او بد ښار بلل شوی دی. په دویم نمبر زموږ د هېواد پلازمېنه کابل ښار راغلی او دویم تر ټولو بد ښار ورته ویل شوی دی.
په تر ټولو بدو ښارونو کې درېیم د نایجېریا لاګوس ښار، څلورم د سینیګال ډاکار ښار، پنځو د مصر د قاهرې ښار، شپږم د ایران تهران ښار، اووم د بنګله دېش ډاکه ښار، اتم د پاکستان د کراچۍ ښار، نهم د هند نوې ډیلي او لسم د فلپاین منیلا ښار راځي.
په دې لیست کې د نړۍ تر ټولو ښه ښارونه زیاتره په جرمني کې دي. په ښو او ډېر لږ ناارامو ښارونو کې اول نمبر د جرمني شتوتګارت Stuttgart بلل شوی دی، دویم بیا د لکسمبرګ لکسمبرګ ښار دی. درېم د جرمني هانوور، څلورم د سويټزرلنډ برن ښار، پنځم د جرمني مونیخ ښار، شپږم د فرانسې بردو Bordeaux ښار، اووم د برتانیا ايډنبرګ ښار، اتم د اسټرالیا سډني ښار، نهم د جرمني هامبورګ ښار او لسم د اتریش ګراتس ښار تر ټولو ښه ښارونه دي.
د ښو ښارونو انځورونه









سرچینه: CNN Travel



