پکتيکا: ارګون کې درې امنیتي پوستې طالبانو نيولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو درې پوستې نيولي او يوولس پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي، چې تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو د پيرکوتي په سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د سرچينې په وينا، په دغه نښتو کې د دولت دوه پوستو سقوط کړی، څلور پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي، چې اوس مهال هم جګړه روانه ده او ښايي چې نورې پوستې هم سقوط وکړي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تر دې دمه درې پوستې د دوی وسله والو نيولي، څلور پوليس وژل شوي چې جسدونه يې په پوستو کې پاتې دي، اووه تنه نور ټپيان دي او زياتوي چې په نورو پوستو هم بريدونه دوام لري.

طالبان وايي، چې په نيول شويو پوستو کې ۸ ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي مهمات هم لاسته ورغلي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز د يوې پوستې سقوط کېدل تائيد کړي، يو پوليس وژل شوی او نور چاته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.

هغه وايي، چې په دغه بريد کې ډیری وسله وال هم وژل شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

طالبان وايي، په ټوله جګړه کې تر دې دمه د هغوی يو ملګری وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button