حکومت د پايښت وروستۍ ساه اخلي

سرليکنه
په تېرو کمونستي نظامونو کې د واکمنۍ وروستۍ ساه د نجيب حکومت اخیسته، چې په ١٣٦٧هـ ش کې د ننګرهار پر هوايي ډګر سخته مرګونې جګړه روانه وه او د هېواد له هرې برخې ورته حکومتي ځواکونه را وستل شوي وو. اوس هم چې ژور فکر وکړل شي، د موجوده حکومت وروستۍ ساه په غزني کې مخ په وتلو ده، ځکه تر ټولو ولاياتو د غزني او بيا ورپسې د شرقي زون ننګرهار امنيت خراب دى.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې څلور ديني علماء ووژل شول او تر ټولو زياتې جنايي پيښې تېره مياشت په ننګرهار کې وشوې. له دفاع وزارته د ننګرهار ناامني لار ورکه کړې وه، چې دا دی اوس غزنى تر ننګرهار هم ناامنه شو. په څه باندې يوه مياشت کې د يوې ولسوالۍ ٣ امنیه قوماندانان ووژل شول.
د افغانستان په هر ولايت کې له کلونو راپدېخوا، يانې له کمونستي کودتا را وروسته، جګړې روانې دي، په هر ولايت کې د جګړو اور بل دی خو جنوبي ولايات تر نورو ولاياتو زيات ناامنه دي. د سر په سترګو ګورو چې ورځ په ورځ په جنوبي ولاياتو کې ناامني مخ په زياتېدو ده.
په درې امنیه قواندانانو کې د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ يو امنيه قواماندان ميراجان ؤ چې دوه اونۍ دمخه مقرر شو او تېره پنجشنبه ووژل شو. که ووايو چې طالبانو پر حکومت د بريدونو زور را وړی، نو نسبت تېرو مياشتو ته، په روانه مياشت کې د طالبانو بريدونه هم کم وو. خو بيا هم په غزني کې درېم امنيه قوماندان وژل کېږي. ستونزه دا ده چې يوازې طالبان د حکومت مخالف نه دي، خپله په حکومت کې تر طالبانو زيات د موجوده نظام مخالفين شته، خو هغوی په پټه توګه خپل فعاليتونه سرته رسوي.
د غزني جغتو ولسوالۍ کې درېم امنيه قوماندان وژل کېدل خپله حکومت ته ثبوت په لاس ورکوي چې له طالبانو علاوه په حکومت او هم د ولس په منځ کې یې مخالفين زيات دي. که د دې چاڼ حکومت کوي نو نوره به هم ورته ګرانه شي. پر هغه چا چې حکومت نسبي باور کوي، هغه به هم له لاسه ورکړي او ټولې امنيتي ادارې به د موجوده حکومت مخالفې شي.
شايد دفاع وزارت غزني ته يو پلاوی ولېږي او وروسته به ورته څرګنده شي چې څرنګه په غزني کې په لنډ وخت کې درې امنيه قواندانانو وژل کېږي. خو که ورته جوته هم شي، د راز د ښکاره کولو د تاوان له امله به چوپه خوله پاتې شي. دا به هم ورته څرګنده شي چې ولې په غزني کې ناامنۍ دومره زور وکړ.
غزني ١٨ولسوالۍ لري چې پکې ٢٦٠٠ پوليسو ته د امنيت ساتلو دنده ورکړل شوې ده. ملي اردو په غزني کې عمليات نه لري، همدا اربکیان او پولیس دي چې د غزني ولايت څلورمه برخه هم په خپل کنټرول کې نه لري، نوره ټوله سيمه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او ځايي امنيتي چارواکي له دفاع وزارت څخه د ټول غزني د امنيت ساتلو مصارف ترلاسه کوي.
تراوسه پورې موجوده حکومت د بهرنيو پوځونو په ډاډ دی، وايي، د ټول هېواد کنټرول یې امنيتي ځواکونه کولاى شي؛ خو حال دا دى چې يوازې په غزني کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د غزني حالت دوام لري، آن تر دې چې نور په ولسي جرګه کې ناست غړي په کابل کې هم ځانونه خوندي نه ګڼي.
موجوده حکومت د امنيت له پلوه اوس د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي. اوس پر امريکايي ځواکونو د تکیې تر څنګ هند ته هم تمه لري چې په امنيت کې به ورسره مرسته وکړي، ځکه تېره ورځ د هند د بهرنيو چارو وزيرې شاسما سوراج په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ټرمپ ورڅخه په افغانستان کې د امن ساتلو مرسته غوښتې او هند له افغانستان سره هر ډول مرستې ته تياردى.
هندي رسنيو ليکلي چې د ملګرو ملتونو په دوه اويایمې غونډه کې شاسما سوراج له اشرف غني سره په افغانستان کې د ١١٦ پرمختيایي پروژو تر څنګ د هر ډول همکاريو ژمنه کړې ده.
حکومت چې د امريکا په شمول له ٥٠ زياتو د ناټو غړیو هېوادونو د پوځونو په موجوديت کې امن رانه ووست، که هند هم ورسره د هر ډول همکاريو ژمنې وکړي؛ بيا هم په غزني او ټولو ولاياتو کې د پايښت وروستۍ ساه اخلي او ورځ په ورځ د ناامنيو لمن پراخېږي.



