سبا ۱۲ کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): د افغانتسان د ولسي جرګې چارواکي وايي، سبا د دوشنبې په ورځ به د ګډ حکومت ۱۲ کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي.

د افغان پارلمان نايب منشي عرفان الله عرفان رسنيو ته ويلي، چې دغه کانديدان به د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش له لوري معرفي او وروپېژندل شي.

نوموړی وايي، د هغوی د کاري پلانونو تر اورېدو وروسته به ولسي جرګه په راتلونکې يوه اوونۍ يا لس ورځو کې د هغوی لپاره د رايو صندقونه کېږدي.

ويل کېږي، چې د افغانستان دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، د لوړو زده کړو وزارت ته عبدالطیف روشان، د فواید عامه وزارت ته یما یاري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور، د ټرانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د مخابراتو وزارت ته شهزاد ګل اریوبي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ګل اغا شیرزی او د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان کاندیدان دي.

دغه راز نصير احمد درانی، د کرنې وزارت او مجيب الرحمن کريمي د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته د کانديدانو په توګه معرفي شوي دي. دغه ټول کاندیدان باید له ولسي جرګې د باور رأیه اخلي.

ولسي جرګې د روان کال د لړم په مياشت کې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، فوايد عامې، پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو او لوړو زده کړو له وزيرانو څخه له دې امله د باور رايه واخيسته چې کلنۍ بوديجه يې له اويا سلنې کمه لګولې وه.

د ګډ حکومت له پيل او د ځينو وزيرانو څخه د باور رايې اخيستو راهيسې د افغانستان ډيری وزارتونه او مهم کليدي پوستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button