ټرمپ د شمالي کوریا او ایران غښتلتیا نشي زغملای

تبصره
یوه اونۍ دمخه چې شمالي کوریا د لیرې فاصلې ویشتونکو مزایلو تجربه وکړه، پر ټرمپ تبه راغله او په غیر ارادي توګه یې وویل، هر وخت چې امریکا وغواړي شمالي کوریا له منځه وړلای شي. په مقابل کې یې د شمالی کوریا چارواکو په خپل غبرګون ښکاره کولو سره امریکا ته ورته ګواښ وکړ.
اوس ایران د (خرمشهر) په نامه د بل میزایل ازموینه وکړه. د ایران جمهور رییس حسن روحاني د تیرې جمعې په ورځ د میزایل د ازموینې په اړه په تهران کې د پوځي رسم گذشت پر مهال وویل چې هېواد به یې د خپلو میزایلو قوت نورهم پیاوړی کړي او د دې کار لپاره به له هېڅ هېواده اجازه وانخلي.
ایرانی خبري رسنیو ویلي: ایران یو تازه تولید شوی بالستیک میزایل هم نندارې ته وړاندې کړ چې “خرم شهر” نومول شوی او د دې توان لري چې ٢٠٠٠ کیلومتره واټن ووهي. دا میزایل د څو ډوله سرګلولو د لېږدولو وړتیا لري.
امریکا ته د ایرن هر ډول قوت یو لوی خطر ښکاري، همدا رنګه په نړۍ کې چې هر یو اسلامي هېواد غښتلی کېږي امریکایي چارواکي او پوځي مسئولین یې نشي زغملای او سړه تبه یې نیسي. په تېره بیا چې په بل هېواد کې پوځې تمرینات کېږي اویا د کوم اسلامي هېواد مشر د خپل هېواد په اړه د غښتلتیا وینا کوي، لکه حسن روحاني چې وویل:
“مونږ به خپل پوځي طاقت د یو دفاعي قوې په توگه پراخ کړو، د خپلو میزایلو ځواک به نور هم قوي کړو او له خپل هېواده د د فاع په لار کې له چا د اجازې اخیستلو په لټه کې نه یو.”
د تیرې سه شنبې په ورځ چې ټرمپ د شمالی کوریا او ایران ازمایل شویو میزایلو له امله سختې تبې نیولی ؤ، د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې وویل: ایران د خپلو میزایلو سیستم تقویه کوي چې د دې تقویې سره به په یمن، سوریې او د منځني ختیځ په نورو هېوداونو کې تاوتریخوالی پراخه شي. ټرمپ له ایران سره دوه کاله دمخه د امریکا په گډون د نړۍ د شپږو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني د ایران په اټومي موافقې انتقاد هم وکړ.
په یادو شپږو هېوادونو کې چې د ایران سره د اتومي موافقې په اړه د کنټرول لاس لیک یې کړی دی، ټرمپ دغه لاسلیک امریکا ته سخت خطر بولي. امریکايي چارواکي سخت خطر هغه څه ته وایي کوم څه چې اسلامی هېوادونه د خپلو هېواد د دفاع لپاره جوړ کړي.
په اسلامي هېوادونو کې چې د پرمختګ یا په نړۍ کې د کوم اسلامي هېواد په خپل ځان د باور پیدا کولو وینا کېږي، په ټرمپ او نورو امریکایي چارواکو سړه تبه راشي. په اصل کې امریکا د ایرا ن او شمالي کوریا غښتلتیا نه شي زغملای، دا وېره ورسره ده که اسلامي او یا د امریکا له کنټروله بهر نور غیراسلامي هېوادونه غښتلي شي، په نړې کې د امریکا لخوا د کمزورو هېوادونو اشغال او هدفونو ته تاوان رسېږي.
د یوې سروې مطابق، امریکا اوس غواړي په غیر مستقیمه توګه اسلامي هېوادونو کې د شته اختلافاتوعلاوه نورو په یوه او بل نامه مذهبي اختلافاتو رامنځ ته کولو ته زمینه برابره کړي، په خپلو کې یې سره په جګړو اخته کړي لکه چې اخته کړي یې دي. دا اوس چې په یوه او بل هېواد کې یو شمېر تنظیمونه او جګړه مارې ډلې چې د نوم سره یې د اسلام کلمه وروستاړی کړی دی، د دې ټولو تنظیمونو چې په یوه او بل نامه جګړې کوي، نومونه پرې له بهره ایښودل شوي دي، که کوم هېواد ځان له خپل نوم غوره کړي او یا کوم میزایل تجربه کړي امریکایي چارواکي بیا سړې تبې نیولي وي اونه یې شي زغملای.



