حامد کرزی: افغانستان د امپراتوریو هدیره ده

پخواني ولسمشر حامد کرزی، د ملي وحدت حرکت برعکس، په افغانستان کې د امریکا له نوې تګلارې سره مخالفت ښکاره کړی دی.

د امریکا د تګلارې له اعلان وروسته، له فارین پالیسي مجلې سره په خپله لومړۍ مرکه کې افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو راتلو اندېښنه ښودلې او وايي چې د نورو امریکايي عسکرو په راتلو سره به په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات نور هم زیات شي.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې، افغانستان ته د عسکرو او نویو ډول ډول وسلو تر څنګ نورې الوتکې هم رالېږل شوې دي. کرزي وايي، “امریکا چې افغانستان ته نورې الوتکې راولېږي، زموږ له کلیو او کورونو پرته به بل کوم څه بمبار کړي؟“

نوموړي زیاته کړې، “د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ موخه په افغانستان کې سوله راوستل نه دي، دا ستراتیژي په افغانستان کې د جګړې اور نور هم ژبغرانړه کوي او موخه یې په افغانستان کې د جنګ لاپسې ګرمېدل دي. دوی د افغانستان د ستونزي د حل لپاره هیڅ نه دي کړي، دوی یوازې مشکلات او ستونزې جوړې کړې دي.“

کرزی په دې باور دی چې د ټرمپ نوې ستراتیژي د پخواني ولسمشر اوباما له ستراتیژۍ سره فرق نه لري، “دا یوه نه ختمېدونکې جګړه چې موږ په کې وېل کېږو. له موږ افغانانو د مرمیو او د جنګي مهماتو استفاده کېږي. “حامد کرزی وايي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې اوږدولو هڅه کوي او غواړي په دې ډول خپلې موخې ترلاسه کړي، “حتی کله چې موږ له شوروي سره جګړه کوله، امریکا نه غوښتل چې د شوروي جګړه ختمه شي او یا دې له افغانستانه ووځي. “کرزی زیاتوي چې امریکا غواړي تر وروستي افغانه جګړه روانه وساتي.“

کرزي خبرداری ورکړی، “موږ نه غواړو چې په سیمه کې د امریکا د جګړې پر ډګر بدل شو. خو ظاهراً موږ همدې خوا ته روان یو.“

امریکا د سولې مخه نیولې ده

پخوانۍ ولسمشر وايي چې د طالبانو په نسبت امریکا تر ټولو زیاته د سولې مخه نیولې ده او نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي. نوموړی وايي که زه اوس د افغانستان ولسمشر وای، جګړه مې ختموله…

کرزي له فارین پالیسي سره په مرکه کې افغانستان د امپراتوریو هدیره بللې ده، د نوموړي په خبره برتانیا، روس او له هغوی وروسته پاکستان په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

 کرزي په اخر کې ویلي، “اوس باید امریکا پرېکړه وکړي چې ایا غواړي په دې جګړه کې له پښو وغورځېږي او وتلو ته مجبوره شي او یا دا چې د افغانانو ژوند او حاکمیت ته په احترام، اجازه ورکړي چې سوله راشي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button