خېبرپښتونخوا: د ډينګي تبې د قربانيانو شمير ۳۳ تنه رسېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): د پاکستان خېبرپښتونخوا روغتيايي مسئولين وايي، چې له تېرې مياشتې راهيسې د ډينګي تبې له امله د مړو شويو کسانو شمير ۳۳ تنه رسېدلی دی.
د خېبر پښتونخوا د صحت اداره وايي، چې تېره ورځ د خيبر ټيچنګ او حيات اباد ميډيکل کمپليسکس کې يوه لس کلنه ماشومه او يو پنځوس کلن نارينه چې د تهکال اوسېدونکی و، د يادې تبې له امله مړه شوي، چې د تېرې يوې مياشتې په موده کې د دغې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمير ۳۳ تنه ته لوړ شو.
د یادې ادارې د ورکړل شويو مالوماتو له مخې، چې د شنبې په ورځ يې په بېلابېلو روغتونونو کې ۱۴۲۹ کسانو د ډينګي تبې ټسټونه کړي وايي چې په ۲۵۵ کسانو کې دغه ناروغي تثبيت شوې، چې له جملې يې د ۱۲۲ کسانو حالت داسې و چې د درملنې لپاره روغتون کې داخل کړل شول.
دغه اداره وايي، چې اوس مهال د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې ۳۹۴ کسان د یادې ناروغۍ له کبله بستري دي، چې دمګړۍ يې درملنه روانه ده، خو په وينا يې چې د ډیرو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
تېر کال دغې تبې په پنجاب ايالت کې لسګونه کسان ووژل او زرګونه نور يې اغېزمن کړل، خو سږ کال دغه وايرس پېښور کې هم خپور شو، چې تر ټولو ډېر يې په تهکال سيمه کې خلک زيانمن کړل.
د ډاکټرانو په وینا، ډینګي یوه خطرناکه تبه ده چې د یوه ځانګړي ماشي د چیچلو له امله رامنځته کېږي او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه شي، نو له خولې او پوزې یې د وینې بهېدل پیلېږي او ناروغ د مرګ کومي ته رسوي.



