طالبان: کابل سرتيري بريد ۱۶ امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): نن غرمه مهال د پلازمينې کابل د پنځمې امنیتي حوزې مربوط د افشارو په سیمه کې په امريکايي ځواکونو موټربم سرتيری بريد وشو، چې طالبان وايي ۱۶ تنه امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش رسنيو ته ويلي، چې موټربم بريد هغه مهال ترسره شو، کله چې د امريکايي ځواکونو کاروان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
عیني شاهدان وايي، چې د امريکايي ځواکونو دوه ټانګونه ويجاړ شوي او پکې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د برید ځای ته څېرمه د قرغې پر لویه لار د پولیسو اکاډیمي، پوځي اکاډیمي او د ملي امنیت یو روزنیز مرکز هم پراته دي.
چارواکي وايي، چې په دغه موټربم بريد کې درې ملکي کسان هم ټپيان شوي دي.
له بله پلوه د دغه بريد مسئولیت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې برید د دوی د يو تن سرتيري بريدګر (طه) له لوري په امريکايي ځواکونو ترسره شوی، چې په ترڅ کې يې ۱۶ امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او درې ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې طالبانو په بهرنيو ځواکونو خپل بريدونه زيات کړي او طالب وياند ښاغلی مجاهد ويلي، چې لا هم د مختلفو بريدونو په تيارو بوخت دي او په راتلونکې کې به امريکايانو ته خورا بد زیری ولري.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.



