د خانه ملت(!) د مشر عبدالرؤوف ابراهیمي مخ هم تور شو

ډاکټر آصف
هسې خو هم د افغانستان د ملي وحدت حکومت د بر سراقتدار کېدو راهیسې ټوله نړۍ په دې ګواهي ورکوي چې دا په نړۍ کې له مفسد ترینو حکومتونو څخه دی، خو بیا هم ځینې یې تر ښنګرو په فساد کې غرق دي، ځینې نور یې تر نامه او ځینې نور بیا تر غوږونو او پوزې پورې په فساد کې غرق دي.
د تعجب وړ خبره بیا دا ده چې د دې حکومت هر فاسد او مفسد هم په حکومت د فساد د شتون چیغې او نارې وهي، هیڅ یو خپل ځان ته ګوته نه نیسي، خپل فساد ورته د مور شیدې ښکاري، خو نورو ته ګوته نیسي.
بله خبره دا ده هغه څوک چې زر زور او تزویر لري د هغوی نوم د مفسدینو په لیست کې لا نه ندی ځلیږي، خو هغه مهال رابرسېره شي چې زر یې خلاص، زور یې اوبه او تزویر یې بربنډ شي.
دې ورځو کې د مشرانو جرګې رئيس، چې ځینې یې بیا خانه ملت بولي، نوم د مفسدینو په لیست کې وځلېد. خدازده چې د ده زرو نور کار ونکړ، زور یې اوبه شوی، که تزویر یې نور ونه چلید او که کُف او چُف یې نور بې اغيزې و؟
سره له دې چې ډېری خلکو نظر درلود چې عبدالرؤوف ابراهیمی خورا پاک شخصیت دی او ځینو به لا افتخار کاوه چې ځکه پاک او شفاف دی چې حزبی دی، خو غافل له دې چې حزبیان پټ غله دی، پټ قاتلان دي، تل خپلې نادودي له ملت او خلکو نه پټې ساتي، خو دا شکر چې له خدای ج څخه یې پټې نشي ساتلای.
تیره ورځ چې د ملت د قهر یوې څپې په استازیتوب یو بوټ د حکمتیار له مخ سره بغل کشي وکړه نو د حزب د ګوند یو لارښود مشر انجنیر امین په ډیرې بې شرمۍ سره د دې بغل کشۍ د پټولو هڅه وکړه او د میډیا له لارې یې وویل چې: حکمتیار صیب وینا کوله او یو کس چې غوښتل یې مزاحمت وکړي ونیول شو!!!!
انجنیر فکر کوي چې اوس هم همغه پخوانی وخت دی چې ګوندې د ملت او خلکو په سترګو کې به خاورې و شنیدي او خپلو موخو ته به د مږو په شان ځان ورسوي، غافل له دې چې نن د موبایل تلیفونونو او انترنت او فیسبوک زمانه ده.
د ابراهیمی صیب د تورنیدا شواهد ښئ چې په ملیونونو افغانۍ یې اختلاس کړي. اوس به وکتل شي که زر او زور یې کار کوي نو له خپل توره به داسی سپین ووځي لکه مسلمیار چې د داعشیانو د واسکټونو له توره ووت، او که زر زور او تزویر کې یې څه جوهر نه وي پاتې نو لرې نه ده چې د زندان تورو تمبو شا به یې آخري آرمګاه شي.
دا مفسده اداره چې تر څو له پښو نه وي غورځول شوي فرد فرد غړي به یې د فساد په تورونو ملت برسیره کیږي او د شرم مخونه به یې د فساد په شرم توریږي. نو هم یې په دنیا مخونه تور شول او هم به په آخرت کې تور مخونه را پاڅیږي. یوم تبیض وجوه و تسود وجوه.



