شمالي کوريا: که امريکايانو ته زيان واوښت، مسئول به يې ټرمپ وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): وروسته له هغې چې د امريکا جنګي الوتکو د شمالي کوريا په ختيځو سمندرغاړو الوتنې وکړې، د هغه هېواد چارواکو يوځل بيا په دې اړه توند غبرګون څرګند کړی دی.

تېره ورځ د امريکا دفاع وزارت ويلي و، چې د شمالي کوريا په ختيځو سيمو د جنګي الوتکو د ګرځېدلو موخه يې پيونګ يانګ ته په ډاګه کول دي چې امریکا جنګي انتخاب هم تر غور لاندې نيولی دی.

د پینټاګان چارواکي وايي، دغه الوتنې د دواړو کوریاګانو تر منځ په هغه سیمه کې چې غیر پوځي بلل کېږي د شمال لور ته د ۲۱ پېړۍ تر ټولو نژدې الوتنې دي.

خو شمالي کوريا د دغو الوتنو په ځواب کې ويلي، که چيرې بې ګناه امريکانو ته زيان ورسېږي نو يواځينی مسئول به يې د امريکا ولسمشر ټرمپ وي.

په دې وروستيو کې امريکا او شمالي کوريا پر يوبل د اتومي بريد د استعمال ګواښونه کوي، خو شمالي کوريا ته د امريکا دومره نږدې الوتنو د دغه هېوادونو اړيکې نورې هم ترينګلې کړي دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې شمالي کوریا خپله وروستۍ او تر ټولو زوروره اتومي ازموینه وکړه او له هغه وروسته پرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوي بندیزونه ولګول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button